نوشته شده توسط آزادی    دوشنبه ، 18 سپتامبر 2017 ، 15:58    مشاهده در قالب پی دی اف چاپ فرستادن به ایمیل
غزل

ارسالی

فضل الرحیم کونړی

 

غزل

د چا په سترګو کې نشه چاته معلومه نه وه

په پردي کور کې مخ قبله چاته معلومه نه وه

هر يو سړي به د بادشاه خلاف نارې وهلې

خو ددې جنګ تر شا کيسه چاته معلومه نه وه

زما او ستا په محبت يې ټول جهان خبر کړ

د ماشومانو حافظه چاته معلومه نه وه

ولې به هر سړي يقين ستا په وعدې کولو

ولې د خپل کور دروازه چاته معلومه نه وه

په دې مظلوم ښار کې به دومره قتل عام کيدلو

خدايه! د خپل قبر لوحه چاته معلومه نه وه

چې هوا راشي نو پخپله په ديوال بله شي

باقره! ستا د ژوند ډيوه چاته معلومه نه وه

 

#باقر